معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / جاپان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا نظرونه تبادله کړې

جاپان او افغانستان د اړیکو پر پراختیا نظرونه تبادله کړې

جاپان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

ګهیځ: د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا په دوحه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي او دواړو لورو ټینګار کړی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره به هڅه کوي.

همدا راز جاپان ژمنه کړې چې دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې خپله ونډه ترسره کړي.

دغه هېواد د ډیپلوماټیک ماموریت په اړه هم له افغان لوري سره خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې جاپان ویلي وو، چې ډېر ژر به په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس