معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت د ۱۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت د ۱۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۲   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د سلواغې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۴.۱ ميليونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۳.۵ ميليون ډالرو ته رسیږي.

د دغې ادارې له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تېر کال په همدې مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۷۶٫۷ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د تېر کال د سلواغې مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د روان کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۴۲.۶ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.

بل لور ته د ۱۴۰۱ کال په سلواغه میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۶۹۴.۶ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په یاده مياشت کې د ۹۸.۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌ کې راغلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس