معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳ لکه ۶۵ زره ټنو څخه زیات انتقالات شوي

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳ لکه ۶۵ زره ټنو څخه زیات انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې تېره میاشت د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳۶۵ زره ۱۲۰ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د خبر پر بنسټ، د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې، چې دغو انتقالاتو کې د حېرتان بندر له لارې ۲۵۸ زره ۹۷۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۲ زره ۴۶۷ ټنه، د خواف – هرات بندر له لارې ۳زره ۶۰۶ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۸۰ زره ۷۲ ټنه چې ټولټال ۳۶۵ زره ۱۲۰ ټنه نفتي او خوارکي توکي دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

دوی.همدا راز ویلي، چې په ياده موده کې ۲۷۲۶ ټنه تجارتي مالونه صادر او ټرانزیټ شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس