معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره تمدید شو

ترکمنستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره تمدید شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۱ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې له ترکمنستان سره يې د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا د پېر تړون نوی او پر یو شمېر پروژو یې ورسره خبرې کړي.

د راپور پر بنسټ، د افغانستان برېښنا شرکت رییس ترکمستان ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزیر او د ترکمن انرگو اجرایوي رییس سره لیدنه ترسره کړې، چې په کې دواړو لورو د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېښنا تړون لاسلیک کړی دی.

برېښنا شرکت ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال لپاره د انرژۍ د تورید تړون د لاسلیک پر بنسټ به په څلورو مسیرونو اندخوی، آقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات لینونو کي تر ۱.۸ میلیارده کیلو واټه في ساعت انرژي تورید کړي.

همداراز د شبرغان څخه تر ارغندۍ پورې د ۵ سوه کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي چارو د بشپړېدو چې تېره اونۍ یې د چارو بیا پیل افتتاح وشوه او په دغه لېن کې د ترکمنستان هېواد څخه د زیاتې برېښنا د پېر ډاډ هم ترکمن انرګو ته ورکړل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس