معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بهرنیو چارو وزیر د یو شمېر هېوادونو له ډیپلوماټانو سره کتلي

بهرنیو چارو وزیر د یو شمېر هېوادونو له ډیپلوماټانو سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سرپرست وزیر کابل کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې متقي په دې کتنه کې د سیمې له هېوادونو سره د افغان حکومت د ډیپلوماټیکو اړیکو وضعیت د پام وړ ښه بللی او ټینګار یې کړی چې د سیمې هېوادونه دې له افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سلا مشورې وکړي.
د خبرپاڼې له مخې نوموړي له نړیوالو سره پر مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ یو ځل بیا ویلي، چې د یونما او یوه خپلواک مرکزي حکومت په شتون کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته او هېوادونه باید له راټوکېدلو فرصتونو څخه د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس