معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بهرنیو چارو زوارت وايي په افغان پولو کې د نښتو مخنیوی کوي

بهرنیو چارو زوارت وايي په افغان پولو کې د نښتو مخنیوی کوي

بهرنیو چارو وزارت وایي هڅه کوي څو له ګاونډیو هېوادونو سره په پولو کې د نښتو او ناندریو مخه ونیسي.

ګهیځ: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له ایران سره پر پوله نښته د پوله ساتو چارواکو په مرسته پای ته رسېدلې ده.

بلخي وایي: ” د افغانستان او ایران په پوله د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ سرحدي سېمه کښې چې کومه شخړه را منځ ته شوي وه، د سرحدي مسئولینو په هڅو ختمه شوه، کوښښ به کیږي چي بیا دا ډول پیښې رامنځ ته نه شي”.

پرون په نیمروز کې پر پوله د افغان او ایراني عسکرو تر منځ  نښته شوې وه. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې نښته کې هېڅ لوري ته تلفات نه دي اوښتي او نښته پای ته رسېدلې. حکومتي چارواکو د دې نښتې د اصلي انګېزې او لامل په تړاو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ایراني ځواکونه په هرات او نیمروز کې په ځينو سیمو کې افغان لوري ته مخ ته راغلي او هڅه کوي تاسیسات جوړ کړي. ایران هم تر دې دمه د وروستۍ نښتې په اړه غبرګون نه دی ښوودلی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس