معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېټانیا او ایرلېنډ افغانستان کې له زیانمنو سره ۲۸.۷ میلیونه پونډه مرسته کوي

برېټانیا او ایرلېنډ افغانستان کې له زیانمنو سره ۲۸.۷ میلیونه پونډه مرسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP د برېټانیا او ایرلینډ له لوري په افغانستان کې له زیانمنو سره د ۲۸.۷ میلیونه پونډه مرستې خبر ورکړی.

یاد بنسټ د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې دا مرستې به د روان ژمي پر مهال څه باندې ۲ میلیونه اړمن کسان، په ځانګړې توګه خوارځواکي ماشومان، امېندواره او شیدې ورکوونکې مېندې تر پوښښ لاندې راولي.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز زیاته کړې، چې په دې مرسته شویو پیسو باندې به یو میلیون افغان وګړو ته خوراکي توکي برابر شي او یو میلیون نورو کسانو ته به په نغدي ډول ووېشل شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس