معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران په افغانستان کې د خپلې حقابې پر سر اوبو او انرژۍ وزارت باندې نیوکې کړي

ایران په افغانستان کې د خپلې حقابې پر سر اوبو او انرژۍ وزارت باندې نیوکې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ایران دولتي ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکې کې د خپلې حقابې په اړه تازه څرګندونې کړي.
قمي دغه مرکه کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت پر مسوولینو نیوکه کړې، چې د حقابې په اړه یې د ایراني چارواکو پر بار_بار غوښتنو سترګې پټې کړي دي.
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي زیاته کړې، چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت تخنیکي کارکوونکو او متخصصینو د ایران د حقابې غوښتنې په اړه تر اوسه هېڅ کوم اقدام نه دی کړی.
افغان لوري تر دا مهاله د قمي دغو څرګندونو په غبرګون کې څۀ نه دي ویلي.
ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم څو وار د افغانستان اوبو کې د خپلې بشپړې حقابې د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه، خو افغان لوري بیا ټینګار کړی و، چې دوی د اصولو مطابق ایران ته د اوبو ورکړې ته ژمن دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس