معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران وایي، حاضر یؤ چې د نویو اټومي فعالیتونو په اړه د اټومي انرژۍ ادارې ته معلومات ورکړو

ایران وایي، حاضر یؤ چې د نویو اټومي فعالیتونو په اړه د اټومي انرژۍ ادارې ته معلومات ورکړو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۴ مه نېټه):
د ایراني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ ادارې مشر ویلي، حکومت به یې له نړیوالو څارونکو سره د هرو نویو فعالیتونو په اړه همکاري وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس سره د روانې اوونۍ د هغه ځانګړي راپور لۀ خپرېدو وروسته کړي چې ویلې يې دي، ایران تر ځمکې لاندې نتنز اټومي بټۍ ته نږدې د نویو تونلونو په جوړولو پیل کړی دی.
د راپور له مخې دغه تونلونه تر ځمکې لاندې دومره ژور کېندل کېږي چې د دغسې ځایونو په نښه کولو لپاره د امریکا جوړې شوې وسلې کار نه ورکوي.
د دغه راپور خپرېدو په منځني ختیځ کې ډېر غبرګونونه راوپارول، خو د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې ایران د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې تر څارنې لاندې کار کوي او هر کله چې نوي فعالیتونه پیلوي، هغه له دې ادارې سره همغږي کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس