کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
د انټرفکس خبري آژانس په خپل یو راپور کې ویلي، د اوکراين له بندر څخه يوه بېړۍ چې ١٦ زره ټنه غنم په کې بار دي، افغانستان ته روانه ده.
په راپور کې وړاندې ویل شوي، دغه کښتۍ به په څو راتلونکو ورځو کې د پاکستان یوه بندر ته راورسيږي او له هغه ځایه به افغانستان ته ولېږدول شي.
دا د نوي 2023 زېږدیز کال له پیل وروسته افغانستان سره د اوکراین لومړۍ مرسته ده.
تر دې وړاندې د 2022 زېږدیز کال په جولای میاشت کې یاد هېواد له افغانستان سره د ۳۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/