معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا وایي، روان کال به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي

اوچا وایي، روان کال به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۲   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې “اوچا” ويلي، چې په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې به ۲۳.۷ میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي.

د دغې ادارې په وینا د دې شمېر تر نیمايي ډېر يې نجونې او مېرمنې دي.

دغه بنسټ ویلي، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې يې هم اته میلیونه نجونو او څه باندې نهه میلیونو ښځو ته حیاتي مرستې ورکړې دي.

یاد بنسټ له افغان ښځو او نجونو سره د درېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه قشر په اغېزمنو شویو کې تر نورو ډېرې زیانمنېدونکې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې بنسټ یا فاؤ د یوه تازه راپور موندنې هم ښيي، چې اقليمي بدلون او بې وزلۍ ګڼو هېوادونو کې ښځې او ځوانان ځپلي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس