معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اوچا روان کال کې له ۲۲ میلیونه افغانانو سره د مرستو کولو خبر ورکړی

اوچا روان کال کې له ۲۲ میلیونه افغانانو سره د مرستو کولو خبر ورکړی

ګهیځ: نن شنیه (د مرغومي ۱۸مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، دوی په افغانستان کې اړتیاوو او زیان¬ ګاللو ته په پام خلکو ته بشري مرستې رسوي.
د دې ادارې مشرې ایزابیل موسارد کارلسن ویلي، چې د مرستندویو ادارو موخه دا ده څو په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونه ډېرو کسانو سره مرسته وشي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس په افغانستان کې ژمی روان دی او د ګڼو بنسټونو له خوا د بې وزلۍ امله سږ کال په دغه هېواد کې ژمي د نورو کلونو په پرتله سخت اټکل شوی دی.
بل خوا ځینې سیمې د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتو له کبله ځپل شوي، او ور سره ګڼ کسان کافي خواړه نه لري.
د اسلامي امارت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په یوه ویډیويي پیغام کې له مرستندویو ادارو او هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په بشري مرستو کې له یاده ونه باسي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دې لپاره چې روان کال وکړای شي له افغانانو سره د خوړو مرسته وکړي، په میاشت کې ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس