معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اندونیزیا کې د سېلابونو له امله ۱۹ تنه مړه او ۷ نور لادرکه دي

اندونیزیا کې د سېلابونو له امله ۱۹ تنه مړه او ۷ نور لادرکه دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۰   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اندونیزیا په سوماترا ټاپو کې د سېلابونو او ځمک ښوویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۹ کسانو ژوند بایللی او اووه نور لادرکه دي د اندونیزیا د یادې سیمې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس ډوني یوسریزال ویلي، ژغورونکو ډلو په دریوو کلیو کې لس جسدونه پیدا کړي دي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي، شپږ مړي په سیلاتان کې موندل شوي او درې جسدونه د پادنګ پرېمان په ګاونډ ولسوالي کې پیدا شوي چې تر دې دمه د مړو شمېر ۱۹ ته رسیږي.

د دې ادارې په وینا، لږ تر لږه دوه کلیوال ټپیان شوي او اووه نور تراوسه لادرکه دي.

د دوی په وینا تر ۸۰ زرو زیات کسان لنډمهالي حکومتي پناه ځایونو ته وړل شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس