اندونیزیا له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمنتیا ښودلې

اندونیزیا هېواد وایي دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.

ګهیځ: نن شنبه (لیندۍ ۶مه) د اندونیزیا ولسمشر جوکو وديدو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان وضعیت څاري او هلته د بشري ناوړه حالت په رامنځته کېدو اندېښمن دي.

هغه وایي دوی له افغانستان سره خپلو بشري مرستو دوام ته ژمن دي خو تر څنګ یې د دې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې یو ټولګډونه حکومت رامنځ ته شي.

ولسمشر ودیدو ټينګار کړی، چې په افغانستان کې دې د مېرمنو حقونو ته پام وشي او غواړي چې په دغه هېواد کې د ښځو د تعلیم او په نورو اړوندو برخو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

اندونیزیا تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنې کړې دي او تر څنګ یې د افغان سولې په برخه کې هم همکار پاتې شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *