کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې د سوریې له انتقالي ولسمشر احمد الشرع سره لیدلي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، دواړو لورو د سوریې لپاره د نوي مسیر د ټاکلو تاریخي فرصت او د دغه هېواد پر وړاندې د شته خنډونو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.
ګوترېش ویلي، ملګري ملتونه به د سوریې د بیارغونې، د خلکو د بشري اړتیاوو د رفع کولو او د سولې د راوستلو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
نوموړي ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د سوریې د بحران د حل لپاره همکاري وکړي او د عامو خلکو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.
احمد الشرع هم په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو له هڅو مننه کړې او او ژمنه یې کړې، چې د ثبات او پرمختګ لپاره به د نړیوالو ملګرو سره کار ته دوام ورکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/