معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا وایي، د بندیزونو له لرې کېدو پرته په رسمیت پېژندل ستونزمن دي

امریکا وایي، د بندیزونو له لرې کېدو پرته په رسمیت پېژندل ستونزمن دي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۴ مه نېټه):
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تر هغې چې په افغانستان کې پر ښځو بندیزونه لرې نه شي، واشنګټن به سرپرست افغان حکومت په رسمیت ونه پېژني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له کابله غوښتي، چې پر ښځو بندیزونه پای ته ورسوي؛ ځکه د هغه په وینا رسمیت پېژندلو ته رسېدل به د بندیزونو له لرې کېدو پرته ډېر ستونزمن وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبري ناسته کې ویلي، پوهېږو چې طالبان غواړي د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي، خو د دې لپاره باید لومړي سر کې کورنی مشروعیت ترلاسه کړي او تر هغې چې د ښځو ځپلو ته دوام ورکړي، دغې چارې ته رسېدل به ډېره ستوزمنه وي.
بل لور بیا د سرپرست افغان حکومت د ویاند مرستیال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، دمګړۍ هېواد کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي. نوموړی زیاتوي، د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د نېکو او رسمي اړیکو غوښتونکی دی، خو په خبره یې چې دې غوښتنو باندې به هېڅکله اسلامي او ملي ګټې قرباني نۀ کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس