معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / امریکا ته تللي افغان کډوال؛ د اوسېدو لپاره کرايي کورونه نه مومي

امریکا ته تللي افغان کډوال؛ د اوسېدو لپاره کرايي کورونه نه مومي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) امریکا ته تللي کډوال د کورونو په پیدا کولو کې له سختو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په امریکا کې د کورونو خاوندان یا کډوالو ته د کورونو له ورکولو ډډه کوي او یا یې هم د کورونو د کرایې کچه تر پخوا لوړه کړې ده.
د امریکا حکومت بیا وایي دوی هڅه کوي چې د افغان کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره مناسب ځایونه پیدا کړي او د کورونو د نشتوالي ستونزه یې هواره کړي.
امریکايي سوداګر او د کرایي کورونو مالکان وايي د راغلو افغان کډوالو په اړه هېڅ راز مالي او نور ضمانتونه نشته نو له همدې امله دوی ته د کورونو له ورکړې ډډه کوي.
د امریکا حکومت ویلي چې دمګړی یې لسګونه کډوال په هوټلونو او نظامي اډو کې په لنډمهالي توګه ځای پر ځای کړي دي خو تر څنګ یې دوی ته د کورونو د پیدا کولو په لټه کې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس