معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له ایرلېنډ سره د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلوي

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له ایرلېنډ سره د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۴   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلې سبا د مارچ په ۱۵مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

دغه لوبې چې.د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیلیږي، افغان کرکټ بورډ ادارې ورته د راشد خان په مشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

راشدخان د ۲۰۲۳ ز کال تر پنځوس اوریز نړیوال جام وروسته د ملا له عملیاتو وروسته تر دې دمه په هېڅ ډول کرکټ کې نه دی لوبېدلی.

په دې ۱۵ کسیز نوملړ کې د راشدخان ترڅنګ مجیب الرحمن، ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، محمدنبي، عظمت الله عمرزی، ننګیالی خروټی، نوراحمد، وفادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او فضل حق فاروقي غوره شوي دي.

تر دې وړاندې افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې دوه د صفر پر وړاندې ایرلېنډ ته ماتې ورکړه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس