معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له ایرلېنډ سره ټېسټ لوبه پیلوي

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا له ایرلېنډ سره ټېسټ لوبه پیلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا د ورځې لس نیمې بجې ټېسټ لوبه پیلیږي.

د خبر پر بنسټ له ایرلینډ سره لوبې د افغانستان په کوربتوب  ابوظبۍ کې ترسره کیږي.

افغان لوبډله به له دې لوبې وروسته راتلونکې اونۍ له ایرلېنډ سره درې یو ورځنۍ لوبې هم وکړي او له هغه وروسته به د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي.

افغان لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه تر دې وړاندې له سریلانکا، هند او متحده عربي اماراتو سره هم سیالۍ ترسره کړې دي.

د شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د متحده ایالتونو او ویسټ انډیز په کوربتوب د غبرګولي یا جوزا په ۱۲مه نېټه د نړۍ د شلو غوره لوبډلو ترمنځ پیلیږي، چې د چنګاښ یا سرطان تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس