معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره پور یې تادیه کړ

افغان حکومت وایي، د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره پور یې تادیه کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د تېر حکومت د برېښنا ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضونه ګاونډیو هېوادونو ته تادیه شول.

د برېښنا شرکت زیاته کړې، چې د جمهوریت له وخت څخه په برېښنا شرکت د ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا قرضداري د برېښنا په برخه کې لویه ستونزه پاتې وه.

د مسوولینو په وینا سرپرست حکومت وکولی شول، چې د پورته ټولو هېوادونو د برېښنا ټوله ۶۲۷ میلیونه ډالره قرضداري په بشپړه توګه ادا کړي.

د دوی په خبره سرپرست حکومت د وارداتي برېښنا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه د پیرېدونکې برېښنا پیسې له وړاندې اړوندو هېوادونو ته تحویل کړې دي.

دوی دغه وینا په داسې مهال کوي چې د هېواد ډېری برخو کې خلک د برېښنا له کمښته شکایت کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس