معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې له سوداګرو څخه د بېوزلو د لاسنیوي غوښتنه کړې

افغان حکومت د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې له سوداګرو څخه د بېوزلو د لاسنیوي غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۱   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت رییس الوزرا د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په یوه پیغام کې له چارواکو، پانګوالو او هېوادوالو غوښتي، چې د بېوزلو، طبیعي پېښو ځپلو او په ځانګړې توګه د تازه راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.

رییس الوزرا له سوداګرو غوښتي، چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي او مسوولین دې د نرخونو راټیټولو په موخه جدي څارنه وکړي.

هغه یو ځل بیا پر نړیوالو غږ وکړ، چې د روژې په دغه مبارکه میاشت کې فلسطین هېر نه کړي او د غزې د اوسېدونکو ملاتړ ته دې را وړاندې شي.

د رییس الوزرا په وینا که څوک په دغه برخه کې رښتینې هڅې نه کوي، هغه د اسراییلو جرمي شریکان دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس