معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

افغانستان کې ډېری ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۸ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

د خبر پر بنسټ، په دې راپور کې ویل شوي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې له ۳زره ۳ سوو څخه په زیاتو روغتیايي مرکزونو کې له ۱۵ میلیونه ډېر ماشومان د خوارځوکۍ د کچې د معلومولو لپاره معاینه شوي دي.

د دغه راپور له مخې په سختې خوارځواکۍ اخته ۷۱۵ ماشومان چې ۵۷ فیصده یې نجونې وې، بستر شوې دي.

د ملګروملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، اوس مهال افغانستان کې څلور میلیونه کسان چې ۳.۲ میلیونه یې له پنځو کلونو څخه تیټ عمر لري، په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس