کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۷ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په روان 2023 کال به په افغانستان کې شاوخوا ۱۷،۶ میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري.
دغې ادارې نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې 15.6 میلیون خلکو ته لومړیتوب ورکړل شوی.
اوچا دغه ټویټ کې وړاندې ویلي، چې دغه برخه کې د دوی د پاملرنې لپاره 450 میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا په داسې مهال دغه څرګندونې کړي، چې دې وروستیو کې د هوا ککړتیا او ساري ناروغیو له امله ګڼ خلک له روغتیایي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/