معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د مرستې لپاره ۳ نیم میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

افغانستان کې د مرستې لپاره ۳ نیم میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا په خپلې ټویټر پاڼې ویلي، چې روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیونه اړمن کسان مرستو ته اړتیا لري.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د یاد شمېر کسانو سره د ملاتړ لپاره د بشري مرستو شریکان ۳ میلیارد او ۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. اوچا وایي، له دغو افغانانو سره به د خوړو، سرپناه او نورو کورنيو توکو، روغتیا، اوبو، نظافت او حفظ الصحې، تغذیې، خوندیتوب، روزنې او یو شمېر نورو برخو کې مرسته کوي.

د اوچا ادارې په وینا هغه شمېر اړمن کسان چې مرستو ته اړتیا لري، ۵۲ سلنه یې ماشومان، ۲۵ سلنه یې مېرمنې، ۱۲سلنه یې معلولین او دوه سلنه یې د پاخه عمر لرونکي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس