معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې دوی ته د افغانستان څوکۍ نه سپارل د اصولو خلاف بولي

اسلامي امارت په ملګرو ملتونو کې دوی ته د افغانستان څوکۍ نه سپارل د اصولو خلاف بولي

اسلامي امارت وايي، د ملګرو ملتونو دا پرېکړه چې د اوس لپاره دې د افغانستان څوکۍ خالي وي، د اصولو سره په ټکر کې ده.
ګهیځ: نن پنجشنبه (د لنیدۍ ۱۱مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې اسلامي امارت ته د دغه هېواد څوکۍ نه سپارل هم له اصولو سره او هم له انصاف سره په ټکر کې پرېکړه ده.
د یاد وزارت ویاند عبدلقهار بلخي پر ټویټر لیکلي، ملګرو ملتونو د افغان ولس مشروع حق تر پښو لاندې کړی، د ده په وینا هېله لري چې دغه سازمان ژر تر ژره د افغانستان خالي څوکۍ د دوی استازي ته وسپاري.
له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د باور ورکولو کمېټې پرېکړه کړې چې د اوس لپاره په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته و نه سپاري.
خو بلخي ټینګار کړی، چې د افغان ولس د ستونزو د حل او له نړیوالو سره د مثبت چلند دوامداره ساتلو لپاره دې دغه څوکۍ ور وسپاري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس