معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اسراییلو له قطره خپل مرکچي پلاوی بېرته ور غوښتی

اسراییلو له قطره خپل مرکچي پلاوی بېرته ور غوښتی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۲  نېټه):

وروسته له هغې چې د حـ.ـماس ډلې سیاسي دفتر مرستیال له الجزیرې ټلوېزیون سره یوه مرکه کې وویل، چې نور به له اسراییلو سره د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه هېڅ ډول خبرې تر هغې ونه کړي، څو چې اسراییل په بشپړ ډول خپل بریدونه ونه دروي او بندي شوي فلسطیني وګړي آزاد نه کړي، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، قطر کې د غزې د جګړې د اوربند نوي کولو لپاره خبرې له خنډ سره مخامخې شوې او د اسراییل مرکچیان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

تر دې وړاندې اسراییلو او حمـ.ـاس ترمنځ د اوو ورځو لپاره اوربند نافذ شوی و، چې د یاد اوربند تر مهلت ختمېدو وروسته په غزه کې درنې بمبارۍ پیل شوي دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې تړانګه د اسراییل د حملو له پیل راهیسې څه باندې ۱۵زره بې دفاع فلسطیني وګړي وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل دي.

فلسطین کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري له الجزیرې ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي وو، چې اسراییلي ځواکونه یې غزه کې له بشپړې ماتې سره مخ کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس