د ډنمارک حکومت د قرآن کریم په سوځولو بندیز لګوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي۴مه نېټه): د راپورونو له مخې د ډنمارک حکومت ویلي، پلان لري چې د قرآن د نسخو په سوځولو بندیز ولګوي. د راپور پر بنسټ دغه اروپايي هېواد کې د اسلام سپېڅلي کتاب ته سپکاوي د اسلامي هېوادونو غوسه راپارولې ده. د ډنمارک د عدلیې وزیر …

Read More »

آلمان په افغانستان کې د بشري حقونو پر دفاع ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي۴مه نېټه): د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،.چې انالینا بیربوک دغه موضوع په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازی ریچارد بینیټ سره په کتنه کې مطرح کړې ده. د اعلامیې له …

Read More »

مېدان وردګو روغتون کې د ساین نيل سېټ روغتیايي پروژه پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي۴مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو د عامې روغتيا رياست مسوولین په ولایتي روغتون کې د ساین نيل سېټ روغتیايي پروژې د پرانیستلو خبر ورکړی. د خبر پر بنسټ، په افغانستان کې د ساین نيل سېټ پروژې مسوول او د …

Read More »

زرنج ښار کې د یو میلیون او ۲ لکه افغانیو په لګښت د کارګرو په نوم یو څلورلاری جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي۴مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نیمروز کې د زرنج ښاروالۍ اړوند د یو میلیون افغانیو په لګښت د کارګرو په نوم یو څلورلاری جوړیږي. د خبر پر بنسټ، مسؤولینو ويلي، چې دغه څلور لاری د اختریانو شرکت په مالي مرستې د ښار …

Read More »

لغمان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لوکاړ الف لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي۴مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولینو ویلي، چې د علینګار ولسوالۍ لوکاړ په کلي کې د ۲۴ ټيمونو ترمنځ د واليبال پیل شوې سیالۍ، د لوکاړ الف لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. …

Read More »

هند کې د یو پُل د نړېدو له امله ۲۶ کسان وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲ مه نېټه): نړیوالې رسنۍ وايي، چې د هند په شمال ختیځ کې د ریل ګاډي پټلیو لپاره یو نوی چمتو کېدونکی پُل نړېدلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي. د راپور بر بنسټ، چارواکو ویلي، داسې اندېښنه شته …

Read More »

مکسیکو کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۵۲ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲ مه نېټه): د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د مکسیکو په کواکنوپالا – اوکساکا لویه لاره د مسافرو یو بس له یوې لارۍ موټر سره ټکر کړی دی. د راپور پر بنسټ، د دغې پېښې له امله ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه …

Read More »

لوګر کې د کرومایټو د یو ستر کان د کیندلو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲ مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د یو خصوصي شرکت لخوا د کرومايټو د یو سترکان د کیندلو چارې نن پیل شوې. د خبر …

Read More »

کونړ ولایتي روغتون کې د ۳۰ زره ډالرو په لګښت د باکتریا ناروغیو د تشخیص څانګه پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲ مه نېټه): د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت او د UNDP یا ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې په ګډې همکارۍ د لومړي ځل لپاره په اسعداباد ولایتي روغتون کې د ۳۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د باکتریالوژۍ څانګه فعاله …

Read More »

روند توزیع جواز سیر و پلت‌ های برقی در ولایت غور آغاز شد

کابل گهیځ نیوز ( ۲ سنبله ۱۴۰۲): بر اساس خبر گهیځ نیوز مسوولان قوماندانی امنیه ولایت غور می‌گویند، روند توزیع جوازسیر و پلت‌های الکترونیکی از سوی مدیریت ترافیک این ولایت برای مالکین موتر‌ها آغاز شده است. به گفته‌ سخنگوی قومندانی امنیه غور، دیروز رسماً مدیریت ترافیک این ولایت روند توزیع …

Read More »