معماری
خانه / اعلامیه / د نورحیم عاطف په هکله د ګهیځ اعلامیه

د نورحیم عاطف په هکله د ګهیځ اعلامیه

 

په خواشینۍ سره خبر شوو چې په کندوز کې د کيهان په نوم د يوې سيمه یيزې راډيو مدیر نور رحيم عاطف ددې ولایت د ابدان په سیمه کې د مخالفو وسله والو له لخوا نیول شوی دی او تر اوسه یې برخلیک معلوم ندی.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حساس وخت کې چې یوې خواته ته سولې ته رسېدل تر هر وخت زیات نژدې شوي دي او کېدای شي په نژدې راتلونکې کې بین الافغاني مستقیمې خبرې اترې پیل شي په داسې وخت کې دا ډول کړنه سمه نه ګڼي، هیله لري چې نوموړی ژورنالیست ژر تر ژره او په خوندي توګه له بنده آزاد کړای شي. ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ټولو ښکیلو لوریو غږ کوي تر څو په داسې کړنو لاس پورې نکړي چې یوې خواته د بیان او رسنیو آزادۍ ته ګواښ ګڼل کېږي او بل لوري ته د سولې روانې پروسې ته زیان رسولای شي او د بې اعتمادۍ او بې باورۍ فضا کړکیچنه کوي.

سردارمحمد دیندارخېل

د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مشر

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس