معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د هوايي ځواک پنځه پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه شوي

د هوايي ځواک پنځه پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه شوي

ګهیځ: نن یکشنبه (د سلواغې ۱۷مه) د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواکونو پخواني پنځه پيلوټان له بهره بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د دغو پیلوټانو انځورونه هم خپاره کړي چې د دفاع له سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد سره ولاړ دي.
خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې یاد پیلوټان له کوم هېواده بېرته افغانستان ته ستانه شوي، خو زیاته شوې چې د چارواکو په هڅونه دا کار شوی دی.
د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، هڅې روانې دي چې د ملي دفاع وزارت ټول کدرونه او مسلکي پرسونل چې له هېواده وتلي، بېرته افغانستان ته ستانه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس