معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا امارت غواړي په نا ثبت شویو سیمکارټونو بندیز ولګوي

ا.ا امارت غواړي په نا ثبت شویو سیمکارټونو بندیز ولګوي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۱۵مه او د اپرېل ۴مه نېټه ده) د افغانستان د نوي حکومت کابینې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې د مخابراتي شرکتونو د نا ثبت شوي سیم کارټونو د ویش مخه ونیسي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، انعام الله سمنګاني پرخپل ټوېټر لیکلي چې هیڅ مخابراتي شبکه اجازه نه لري چې د کسانو په نوم غیر راجستر سیم کارټونه ووېشي.
په کابل او ولایتونو کې د بې اسنادو سیم کارټونو کارول تل امنیتي اندېښنې راپورته کړي او جرمونه یې له ځان سره لرلي دي.
پر خواله رسنیو تبصرو کې د حکومت دغه اقدام ستایل شوی او ویل شوي چې دا کار به په امنیتي او جنايي برخو کې مثبته اغېزه ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس