معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان؛ روسیه او هند یې په اړه په یوه ګډه ناسته کې خبرې کوي

افغانستان؛ روسیه او هند یې په اړه په یوه ګډه ناسته کې خبرې کوي

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۱۵مه) د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د روسیې او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډه غونډه جوړه کړي.
په دغې غونډه کې به د نورو وموضوعاتو تر څنګ یوه مهمه موضوع د افغانستان وضعیت وي.
روسي چارواکي وايي چې هند په سیمه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه لري نو له همدې امله غواړي په دې تړاو له روسیې سره خبرې وکړي.
په دې غونډه کې به د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، پر سیاسي او نظامي همکاریو او د دواړو لورو ترمنځ د تماسونو پر ډېرولو هم بحث کېږي.
دوی به په پای کې د افغانستان په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي چې په هغه کې به یې خپلې اندېښنې او وړاندوینې شریکې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس