کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ د هېواد د اقتصادي پرمختګونو په اړه درې میاشتنی راپور خپور کړی.
په راپور کې ویل شوي، چې د ډالر پر وړاندې د افغاني ارزښت نه یوازې دا چې ثابت پاتې شوی، بلکې شاوخوا ۱۴.۵۰ سلنه لوړوالی یې هم موندلی دی.
د راپور له مخې، په دې موده کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مهمو پرمختیایي پروژو عملي کارونه پیل شوي دي.
د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوندو کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې عملي چارې په چټکۍ روانې دي.
په همدې توګه، د کابل – جلالاباد د دوهم لین سړک د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.
سربېره پر دې، د جوزجان د سمنټو د فابریکې او د فاریاب د طوطی میدان د ګازو د کان تړونونه لاسلیک شوي، چې د مسوولینو په وینا د هېواد په صنعتي او اقتصادي وده کې به رغنده رول ولوبوي.
همدارنګه راپور کې د هېواد د اوبو د کنټرول په موخه ۳۵۵ چېکډمونو د جوړېدو خبره شوې، چې د دوی په خبره د کرنیزو اوبو د مدیریت لپاره به ګټور تمام شي.
په راپور کې دغه پرمختګونه د سرپرست حکومت د دوامداره اقتصادي هڅو پایله بلل شوې، چې د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې به اغېز ولري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/