معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست (صفحه 103)

سیاست

اسلامي امارت د افغانستان لپاره د پوليسو نوې ډله جوړوي

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د پولیسو لپاره نوې ډله جوړوي چې په اډانه کې به یې نوي کسان هم د پولیسو لیکو ته جذبوي. بي بي سي راپور ورکوي چې د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمد الله وثیق ور ته ویلي، چې …

ادامه نوشته »

پاکستان: نشي کولی چې تر نړیوالو مخکې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان وایي د دوی لخوا د نوي حکومت په رسمیت پېژندل په نړیواله ټولنه او د سیمې په هېوادونو پورې اړه لري. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي …

ادامه نوشته »

چارواکي: کابل کې د شخصي شخړې له کبله ۳ تنه وژل شوي

ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۲۰مه) د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د یوې شخصي شخړې پر مهال د یوه پخواني افسر په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته ویلي چې …

ادامه نوشته »

امریکا په افغانستان کې پر روان وضعیت پوهېږي؛ خو خپل شرایط پلي کوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱مه) امریکایې چارواکي وایي په افغانستان کې روان وضعیت خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه شي کنګل شوې پانګه نه ازادوي. د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، ټوماس ویسټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په …

ادامه نوشته »

په افغانستان کې د امریکا ماموریت؛ پنټاګون یې وروستۍ میاشتې ارزوي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) راپورونه وايي چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشتې ارزوي. د امریکا د دفاع وزارت سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه وزارت یو بې پلوه پلاوی ګومارلی دی څو د دوحې له هوکړې وروسته بیا د …

ادامه نوشته »

په افغانستان کې روان وضعیت؛ ناټو او پاکستان پرې خبرې کړې دي

ګهیځ: نن چهارشنبه (د لیندۍ ۱۷مه) د شمالي اتلانتیک تړونه یا ناټو او ګاونډي هېواد پاکستان په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره کتلي …

ادامه نوشته »

اندونیزیا په کابل کې د خپل سفارت د پرانستو په لټه کې دی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د اندونیزیا رسنۍ راپور ورکوي چې، هېواد یې په پام کې لري څو خپل سفارت په پلازمېنه کابل کې بېرته پرانیزي. د اندونیزیا رسنیو د اسیاـ فسفیک او افریقایي چارو لپاره د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د عمومي مدیر عبدالقدیر …

ادامه نوشته »

سیګار د ا.ا د هغو جګپوړو غړو نومونه اعلان کړل چې په تور نوملړ کې دي

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکې ادارې (سیګار) د اسلامي امارت جوړې شوې کابینې ته په پام د دوی د هغو جګپوړو غړو نومونه ،چې له دوی سره په تور نوملړ کې دي، اعلان کړل. د دغه راپور پر بنسټ …

ادامه نوشته »

په ملګرو ملتونو کې افغان څوکۍ غلام اسحاقزي ته ورکړل شوه؛ اسلامي امارت پرې نیوکه کړې

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ داسې کس ته، چې د افغان ولس استازی نه دی، سپارل بې انصافي ده. وثیق پر خپل ټویټر لیکلي: “دا څوکۍ د افغانستان د حکومت او اولس حق …

ادامه نوشته »

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ؛ ځانګړې کمېټې اسحاقزي ته ورکړه

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د افغانستان څوکۍ په اړه د ځانګړې کومېټې پرېکړه تصویب کړه، چې له مخې یې دغه څوکۍ غلام اسحاقزي ته پاتې شوه. غلام اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د تېر افغان حکومت دایمي استازی و، چې د یاد …

ادامه نوشته »
قالب وردپرس