معماری

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۹):
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د خېبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان وانا بازار کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا د پولیسو په یوې حوزې برید ترسره شوی چې په پایله کې یې یاده حوزه په مکمله توګه د پاکستاني طالبانو په واک کې لوېدلې ده.
ځایي یو شمېر سرچینو رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې یاده حوزه کې ټول ۶۰ تنه پاکستاني پولیس پاکستاني طالبانو ته تسلیم شوي دي.
تر دې وړاندې په لکي مروت سیمه کې هم د پاکستاني طالبانو د برید په پایله کې یو شمېر پاکستاني پوځیان مړه او ټپیان شوي و.
دې وروستیو کې یو وار بیا د پاکستاني طالبانو لخوا پر پاکستاني نظامي ځایونو بریدونو سرعت موندلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس