معماری
خانه / ادب و هنر / د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په ابتکار او کوربه توب تر یوه ځنډ وروسته، کابل کې د افغان ادبي بهیر خپله لومړۍ ناسته جوړه کړه

د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په ابتکار او کوربه توب تر یوه ځنډ وروسته، کابل کې د افغان ادبي بهیر خپله لومړۍ ناسته جوړه کړه

د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په ابتکار او کوربه توب تر یوه ځنډ وروسته، کابل کې د افغان ادبي بهیر خپله لومړۍ ناسته جوړه کړه
دا ادبي او فرهنګي ناسته چې په پیل کې یې څو مشهورو څېرو؛ لکه: د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق بنسټګر او مشر محمد آصف وردګ او مشر لیکوال او ژبپوه استاد محمد آصف صمیم پیلیزې ویناوې وکړې د۱۴۰۱ لمریز کال د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په لسمه نېټه، په کابل کې د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په مرکزي دفتر کې د لس هاوو شاعرانو او ادیبانو په ګډون جوړه شوه.
په لومړي سر کې قاري اشرف حریفال د قرآن کریم د څو آیتونو تلاوت وکړ، وروسته بیا د ګهیځ ټولنې مرستیال، شاعر او لیکوال رحیم الله حریفال، ګډونوالو ته لنډه وینا وکړه، د ګهیځ ټولنې په استازیتوب یې ټولو میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د بهیر د بیا پیل د مبارکۍ تر څنګ یې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ګهیځ ټولنه او د هغې دفتر د هر ډول فرهنګي او ادبي بنډارونو کوربه توب ته حاضر دی او پدې تړاو به هغوی ته لازمې آسانتیاوې هم برابروي.
ورپسې د هېواد سابقه دار ژورنالیست او د افغان ژورنالیستانو د مالي ملاتړ صندوق مشر محمد آصف وردګ خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د شعر او ادب په اړه یې د زلمیو ونډه د ستاینې وګڼله، هغوی یې خپلو راتلونکو مسؤولیتونو ته متوجه کړل او د ګهیځ ټولنې له مشر تابه یې مننه وکړه چې د داسې ادبي بنډار کوربه توب یې په غاړه اخیستی دی.
تر هغه وروسته د هېواد نامتو لیکوال او ژبپوه استاد محمد آصف صمیم خبرې وکړې، ده هم په خپل وار د شعر او ادب په برخه کې د ځوانانو پر ونډې او اغېز خبرې وکړې، له ګهیځ ټولنې یې مننه وکړه چې ددې ناستې زمینه یې برابره کړه او ددې ډول نورو ناستو پر دوام یې ټېنګار وکړ.
د هېواد مشر لیکوال او ادیب استاد محمد اصف صمیم همدا راز د افغان ادبي بهیر پر شالید رڼا واچوله او ویې وویل چې ددې بهیر بنسټ په (۱۳۷۳) کال کې د هجرت په چاپیریال کې په پېښور کې کېښودل شو چې دده په وینا هغه وخت افغان ادبي بهیر د افعان شاعرانو او ادیبانو د راغونډېدو یوازیني ادرس ګڼل کېده.
د صمیم صاحب تر وینا وروسته، د دریځ چارې ذبیح الله بیان ته وسپارل شوې. بیان، شاعران د نومیالیو شاعرانو پر یوه او دوه بیتونو، دریځ ته رابلل. برهان الدین نظامي، امرالله انداز، رضوان الله اوبرنګ، حسن تلاش، نعمت سهاند، تاج ولي وحدتیار، قاسم رجا، رحمت الله حکیمي، مجیب الرحمان مخلص، اشرف حریفال، طارق اخلاص، محمود دلګیر، سیف الله حمیدي، داود ناظم، یونس تنویر او رحیم الله حریفال؛ خپل شعرونه په نوبت سره ګډونوالو ته واورول. تر مشاعرې وروسته ګډونوالو د بهیر پر کیفیت او دوام خپلو کې تړه وکړه او له نورو یې هم د ګډون هیله درلوده.

د ناستې په پای کې د راتلونکو درېوو غونډو لپاره؛ ذبیح الله بیان ویاند، تاج وحدتیار ګزارشګر او رضوان اوبرنګ تنظیمونکی وټاکل شو. د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پر وړاندیز او همکارۍ د بهیر د غړو لپاره د واټساپ ګروپ جوړ شو؛ تر څو غونډې تنظیم او مدیریت شي.
د غونډې کوربه او د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې رییس ښاغلي سردار محمد دیندار خیل یاد ادبي بنډار د بیا پیل په اړه له ګهیځ نیوز سره په خبرو کې وویل:” د هر ادبي او فرهنګي خوځښت پیل کېدل او دوامداره پاتې کېدل د هغه ټولنې د وګړو پر ژوندي توب دلالت کوي او افغانان باید ثابته کړي چې دوی د تل په څېر یو ژوندی ملت دی.”
نوموړي ژمنه وکړه چې د ګهیځ ټولنه به د خپلو ادبي او ژمنتیاوو له مخې نه یوازې خپل تالار د بهیر د ناستو لپاره د هغوی په اختیار کې ورکړې، بلکې تر خپل توانه به هېڅ راز مرسته د بهیر له ګډونوالو و نه سپموي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس