معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرېکټ؛ کابل کې شپږیزه لیګ سیالیو ته چمتوالی روان دی

کرېکټ؛ کابل کې شپږیزه لیګ سیالیو ته چمتوالی روان دی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۳مه او د جولای میاشتې ۱۵مه نېټه ده) ټاکل شوې ده چې دا لوبې راتلونکې اونۍ دوشنبې د جولای په اتلسمه په کابل کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
د کرېکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک ویلي:”د دغو سیالیو لپاره افغان کرېکټ بورډ پوره چمتوالی نیولی دی، که خدای کول په ډېر ښه شکل به دا لوبې په کابل کې پیل شي. کرېکټ بورډ د لیدونکو لپاره اسانتیاوې په پام کې نیولې دي، نو مینه‌وال کولی شي چې د لوبو ډګر ته راشي، له نژدې له دې لوبو خوند واخلي.”
د شپږیزې په دې اتم پړاو سیالیو کې چې، د اګسټ په پنځمه پای ته رسیږي، د افغانستان اته پیاوړې کرېکټ لوبډلې به سره سیالۍ وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس