معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرېکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله نن له زمبابوۍ سره یوه ورځینۍ لوبه لري

کرېکټ؛ د افغانستان ملي لوبډله نن له زمبابوۍ سره یوه ورځینۍ لوبه لري

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۴مه او جون میاشتې ۴مه نېټه ده) د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نړیوال جام ته د غوراوي د لوبو په لړۍ کې نن له زمبابوۍ سره یو ورځنۍ لوبې پیلوي.
د دې لوبو کوربه زمبابوۍ دی او د لوبو دا لړۍ په پلازمېنه هرارې کې ترسره کېږي.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، افغان لوبډله به په دې لړۍ کې د مخکینیو تیاریو پرمټ ښه وځلېږي.
د هوتک په وینا: “د دې سیالیو لپاره افغان ملي لوبډلې پوره چمتووالی نیولی دی. نو په دې دریو نړیوالو پنځوس اووریزو لوبو کې چې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې دي او له همدې سیالیو لوبډلې کولای شي نېغ په نېغه نړیوال جام ته لاره پیدا کړي ملي لوبغاړي به انشاالله ښه وځلېږي.”

د افغانستان او زیمبابوۍ ترمنځ دوه نورې ۵۰ اووریزې لوبې یوه د دوشنبې او بله د راروانې پنجشنبې په ورځ پلان شوې دي. همداراز له دې لړۍ وروسته د دواړو لوبدلو ترمنځ درې شل اووریزې لوبې په پام کې دي.

افغانستان او زمبابوۍ تراوسه ۲۵ یوورځنۍ یا پنځوس اووریزې لوبې کړي چې ۱۵ یې افغانستان او پاتې یې زیمبابوې ګټلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس