معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرېکټ؛ افغانستان له زمبابوۍ سره نن درېیمه یوه ورځینۍ لوبه لري

کرېکټ؛ افغانستان له زمبابوۍ سره نن درېیمه یوه ورځینۍ لوبه لري

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۹مه او د جون میاشتې ۹مه نېته ده) د افغانستان او زمبابوۍ د کرېکټ ملي لوبډلې نن په هرارې کې په درېیمه یا وروستۍ یو ورځینۍ سیالۍ کې سره مخ شي.
افغانستان د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې په لوی توپیر ګټلي او عملاً یې دا لوبلړۍ یا سریز ګټلی دی.
لومړۍ یو ورځینۍ سیالي افغانستان په ۸ ویکټونو او ۳۳ توپونو، او دوهمه په ۶۰ توپونو وګټله
د افغانستان د کرېکټ بورډ وياند فر ید هوتک د نننۍ سیالۍ په رسنیو ته وویل:”د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن د دې سیالۍ لپاره هم ښه چمتووالی لري او د تېرو دوو سیالیو په شان به ښه نتیجه ترلاسه کړي.”
دواړه لوبډلې به وروسته درې شل اوره سیالۍ هم وکړي.

د افغانستان او زمبابوۍ لومړۍ شل اوریزه سیالي به د شنبې په ورځ، د جون په ۱۱مه په هرارې کې وشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس