معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / کرکټ بورډ د شل اوریز غوره لیګ د ترسراوي په اړه غونډه کړې

کرکټ بورډ د شل اوریز غوره لیګ د ترسراوي په اړه غونډه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۹   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د کرکټ بورډ د رییس، میرویس اشرف په مشرۍ د بورډ غړو ترمنځ د افغانستان غوره لیګ د دوهم پړاو ترسراوي په اړه ناسته ترسره شوه.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د افغانستان غوره لیګ د دوهم پړاو ترسراوي د ارزونې په موخه د ټاکل شوي پلاوي راپور ارزول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې ناسته کې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ لپاره د پانګوونکو شرکتونو د غوراوي بهیر په اړه هم خبرې شوي، چې له دوه غوره شویو شرکتونو به یواځې یو شرکت د دغه لیګ د پانګوونکي شرکت په توګه غوره شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس