معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرنې وزارت وایي، لسو ولایتونو کې د اوبو ذخیره کولو ۱۳۸ واړه بندونه جوړ شوي

کرنې وزارت وایي، لسو ولایتونو کې د اوبو ذخیره کولو ۱۳۸ واړه بندونه جوړ شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د مشرتابه د فرمان له مخې په لسو ولایتونو کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیره کولو ۱۳۸ واړه بندونه جوړ او ګټي اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه بندونه په ارزګان، کندهار، تخار، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، فاریاب، بامیان او دایکندي ولایتونو کې جوړ شوي، چې په وروستیو اورښتونو کې له اوبو ډک شوي هم دي.

دې وزارت زیاته کړې، چې دغه واړه بندونه د وچکالۍ زیانونو کمولو، سېلابونو مخنیوي، د موسمي اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو په موخه جوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست افغان حکومت د مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو واړه بندونه جوړیږي، چې له ډلې یې د ګڼو بندونو د جوړېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس