معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې پلي کولو لپاره همکارۍ ته چمتوالی وښود

کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې پلي کولو لپاره همکارۍ ته چمتوالی وښود

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه۲۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف سره کتلي دي.

د خبر پر بنسټ، دغه وزارت ويلي، چې له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال پروژې له لارې افغانستان ته د کال ۴ سوه میلیونه ډالره ګټه رسیږي.

په دې کتنه کې سرپرست وزیر د ټاپي پروژې په اړه د بحث ترڅنګ، د دغې پروژې د کار د بهیر پر چټکتیا او په دې برخه کې د سرپرست حکومت پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار کړی دی.

نوموړي ټاپي پروژه د افغانستان په ګډون په دې پروژه کې د دخیلو ټولو هېوادونو لپاره ګټوره بللې ده.

شهاب الدین دلاور هم له دغې سترې اقتصادي پروژې څخه د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی او ورته یې د هر راز همکارۍ لپاره چمتوالی ښودلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس