معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کاملوف پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې

کاملوف پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۸مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پر افغانستان د وضع شوو اقتصادي بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې.
عبدالعزیز کاملوف په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانان له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دده په وینا په ګاونډي افغانستان کې یې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي نو له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر دغه هېواد اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او کنګل شوې پانګه یې ازاده کړي.
د کاملوف په خبره په افغانستان کې د دې وخت نه دی، چې نړیواله ټولنه له فشارونو کار واخلي او یا د خلکو ژوند ته ګواښونه پېښ کړي.
تر دې وړاندې روسیې، چین او پاکستان هم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس