معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته پای ته ورسېده

کابل کې د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته پای ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د ګاونډیو او سیمه‌ ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار تر نامه لاندې جوړه شوې ناسته په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې ده.

د خبر پر بنسټ، دغه ناسته کې د هند شارژدافیر ویلي، دوی افغانستان کې د هر هغه کوښښ ملاتړ کوي چې د افغانستان د پرمختګ او ثبات لامل کیږي.

دغه راز د اندونیزیا استازي ویلي، چې اوسنی افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې فعاله برخه وګرځي.

په دغه ناسته کې د ترکیې هېواد  سفیر ویلي، دوی له افغان حکومت سره د مثبت تعامل پالیسي لري.

دغه راز یاده غونډه کې د قزاقستان او ازبکستان هېوادونو د استازو ترڅنګ د ۱۱ نورو ګاونډیو او د سیمه ییزو هېوادونو استازو افغانستان سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی دی.

تر دغې ناستې وروسته د بهرنیو چارو وزیر د خبري ناستې په ترڅ کې د ناستې جزیات له رسنیو سره شریک کړل.

نوموړي وویل، چې د کنفرانس ټولو ګډونوالو په یوه خوله افغانستان کې امن، ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې په ګټه وبله او ټینګار یې وکړ، چې د ټولو هغو حرکتونو مخنیوی دې وشي، چې په سیمه کې تاوتریخوالي ته زمینه برابروي.

متقي همدا راز زیاته کړې، چې په دې کنفرانس کې د اقتصادې ودې لپاره لویو اقتصادي پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر، د اوسپنې پټلۍ پروژو د عملي کارونو په پیل باندې هم په ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس