معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د امریکا د سفارت د یوې برخې د کار پیلېدو په اړه خبرې روانې دي

کابل کې د امریکا د سفارت د یوې برخې د کار پیلېدو په اړه خبرې روانې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
ګهیځ ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د افغان لوري او قطر کې د افغانستان لپاره د پرانیستل شوی امریکایي سفارت ترمنځ خبرې روانې دي، څو کابل کې د امریکا د سفارت یوه برخه کار پیل کړي.
د دغو ناتایید شویو خبرو د جریان په اړه ګهیځ نیوز اطلاعات ترلاسه کړي دي.
افغانستان باندې د اوسني حکومت تر واکمن کېدا وروسته امریکا د افغانستان لپاره خپل سفارت په قطر کې پرانیست، چې تر اوسه له هماغه ځایه د افغانستان په تړاو خپلې چارې مخته بیایي.
کابل کې د امریکا د سفارت د یوې برخې د کار پیلېدو خبره په داسې مهال کیږي، چې تر دې دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د بهرنیو چارو له وزیر سره د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه بحث او خبرې کړې وې.
هېره دې نه وي چې رسمي سرچینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس