معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل ته د مولانا فضل الرحمان احتمالي سفر به څه پایلې ولري؟

کابل ته د مولانا فضل الرحمان احتمالي سفر به څه پایلې ولري؟

څو ورځې کېږي چې رسنۍ کابل ته د پاکستان د یوه مشهور سیاسي او مذهبي مشر مولانا فضل الرحمن د احتمالي سفر په اړه خبرونه او راپورونه خپروي او ویل کېږي چې د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ته په پاکستان کې د افغان حکومت ډیپلوماتانو دا بلنه رسولې ده.

د افغانستان د اوسني حکومت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په کابل کې له دولتي رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې چې مولانا فضل الرحمن کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ناسم پوهای له منځه یوسي او کولای شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

نوموړي همدارنګه ویلي دي چې د پاکستان د جمعیت العلمای اسلام ګوند مشر ته لدې امله بلنه ورکړل شوې چې کابل ته راشي تر څو د افغانستان د خلکو او دولت په اړه د ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسي او لدې لارې د پاکستان له خلکو سره ځینې واقعیتونه شریک کړای شي.

که څه هم تر اوسه دا نده څرګنده چې مولانا فضل الرحمن کابل ته د سفر په اړه د افغان حکومت دغه بلنه منلې ده که نه؟ خو پدې وروستیو کې د پاکستان کورنیو حالاتو او همدارنګه د کابل –اسلام آباد ترینګلیو اړیکو ته په کتو داسې نه ښکاري چې کابل ته به د مولانا فضل الرحمن احتمالي سفر به د دغه دواړو هېوادو تر منځ ترینګلې اړیکې سمې کړای شي یا به پدې تړاو کومه خاصه ونډه ولوبولای شي.

د کابل- اسلام آباد تر منځ اړیکې او د هغې ترینګل توب یوازې د نن خبره هم نده خو هغه اټکل چې دا اړیکې به په کابل کې د طالباننو تحریک په حکومت کې سمې او خوږې شي، ځکه په حقیقت بدل نشو چې د پاکستان حکومت او د دې هېواد پوځ هېڅ کله نه غواړي په افغانستان کې یو خپلواک او په خپله خوښه د اړیکو درلودونکی حکومت واکمن وګوري.

پاکستان لوری پر افغان لورې د خپلو ناروا او غیر قانوني غوښتنو د منلو او تپلو لپاره له کلونو کلونو بېلابېلې حربې کارولې دي، پدې لار کې یې د چل، دوکې او فریب هر ډول حربې کارولې دي، خو چې کله مأیوسه شوی نو بیا یې د زور او فشار لاره خپله کړې ده چې په وروستیو کې په هغه ملک کې د میشته افغان ک‌ډوالو را ایستنه او پر هغوی د جبر او تشدد تحمیلول یې یوه ښه بېلګه ګڼلای شو.

بل اړخ ته کابل ته د مولانا فضل الرحمن د احتمالي سفر له خبرونو سره یوځای، په کابل کې د امریکایي یرغلګرو د شتون پر وخت دلته د ګوډاګي حکومت د ملي امنیت د لوی رییس رحمت الله نبیل هغه څرګندونې چې دلته د امریکايي ځواکونو د شتون پر وخت د هغه وخت واکمنو دغه پاکستاني سیاست وال او مذهبي مشر ته د دې لپاره “میلیونونه” ډالر ورکړي وو ترڅو پر افغان طالبانو له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره د افغاني طالبانو یو شمېر مشران له دوی سره د سولې خبرو ته راضي کړي.

دا چې د نبیل دا څرګندونې څومره رښتیا او څومره دروغ دي، ځان ته بېل بحث دی او پدې کرښو کې یې نه ارزوو، خو یو څه چې څرګند دي هغه دا دي چې د پاکستان ځیني سیاسي او مذهبي مشران تل د افغانستان په مسایلو کې دخیل وو او همېشه یې دلته له خپل اثر او نفوذ څخه ګټه پورته کړې خو دا هم یو تریخ واقعیت دی چې د پاکستان دغه سیاسي او دیني مشرانو تل د پاکستان ګټو ته لومړيتوب ورکړی او تل یې هڅه کړې په افغانستان کې د پاکستاني چارواکو او د دوی په اصطلاح د ستبلشمنت او پوځي استخباراتي کړیو ګټې او اهداف دلته عملي کړي او پر افغان لوري یې وتپي.

د افغانانو او په تېره بیا په پاکستان کې د مهاجرت د شپو ورځو تېرو کړو افغان وګړو او علمي کدرونو په ذهنونو کې اوس دا موضوع ښه روښانه شوې چې نه یوازې پاکستاني واکمن او د دې هېواد سیاسي ګوندونه چې آن د دې هېواد مذهبي سیاسي کړۍ نشي کولای یا نه غواړي د پوځ او پوځي واکمنو له خوښې پرته کوم ګام پورته کړي.

دا لړۍ زمونږ په ګاونډي هېواد کې نوې هم نده، له کلونو کلونو راپدېخواه روانه ده او اوس نو له  هېچا پټه هم نده چې پاکستان او واکمن یې پر افغانانو د فشار راوړلو څخه کومې موخې ترلاسه کول غواړي؟

له همدې امله ده چې کابل ته د ښاغلي مولانا فضل الرحمن احتمالي سفر ته په کتو آزاد شنونکي او د پېښو څارونکي خوشبین ندي او د دې امید ترې نه لري چې ښاغلی مولانا به وکولای شي د کابل- اسلام آباد دوه اړخیزه اړیکې د افغانستان د ملي منافعو په پام کې نیولو سره ورغوي او یا دې پدې تړاو کوم رغنده رول ولوبوي.

دا باید هېر نه کړو چې زمونږ د بهرنیو اړیکو سر ټکی لکه څه ډول چې د ټولو پاکستاني سیاستوالو شعار ( تر ټولو لومړی پاکستان) دی، باید زمونږ هم تر ټولو لومړی افغانستان وي او که داسې ونکړو نو هېڅکله به د شریرو ګاونډیانو او پراختیا غوښتونکو سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو له اسارت څخه خلاص نشو. والسلام

ـــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس