معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډبلیو اېف پي وایي: اقتصادي کړکېچ افغان ماشومان اغېزمن کړي

ډبلیو اېف پي وایي: اقتصادي کړکېچ افغان ماشومان اغېزمن کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، افغانستان کې له اقتصادي بحران او پراخې بې روزګارۍ سره په ټول هېواد کې د خوار ځواکه ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام پر خپلې ټویټر پاڼې د تعذیې د یوې متخصصې زینب ویډیو خپره کړې، چې په کې وايي، ډېری کورنۍ چې دوی ته د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ له امله مراجعه کوي له اقتصادي پلوه کمزوري وي.
د هغې په وینا له پاکستانه د افغان کډوالو له راتګ سره د خوار ځواکه ماشومانو شمېر لا ډېر شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له خوار ځواکه ماشومانو سره د خوړو یو څه مرسته کوي، خو د دوی مرستې وار دمخه د بودیجې د کمښت له امله محدودې شوې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس