معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه

چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏چین کې د افغانستان لوی سفارت خبر ورکړی، چې دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوې.

د خبر پر بنسټ، یاد هېواد کې افغان سفارت ویلي، چې د مسلسلو هڅو په پایله کې وتوانېدل، چې چین مېشتو افغانانو لپاره د نوي پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي.

بیجینګ کې افغان سفارت زیاته کړې، په شرايطو برابر افغانان کولای شي، چې له سفارت څخه نوی پاسپورټ ترلاسه کړي.

د دې سفارت مسوولین وايي، تېرو څه باندې دوو کلونو کې پوره هڅه شوې چې خپلو افغانانو ته په ښه توګه قونسلي خدمات وړاندې شي او د امکاناتو په محدوده کې ورته سهولتونه ایجاد شي.

دا خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د چین هېواد ولسمشر شي جین پینګ د چین لپاره د سرپرست افغان حکومت د لوی سفیر بلال کریمي باور لیک ومنلو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس