معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین ویلي، د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي

چین ویلي، د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۸   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د چین سفیر جاوشینګ د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي.

جاو شینګ زیاته کړې، د مس عینک کان، د جلغوزو د پروسېس او صادراتو سربېره په یو شمېر نورو اقتصادي برخو کې د چینایی پانګوالو پانګونې ښه پایله ورکړې او په ګڼو نورو پروژو پانګونې ته لېواله دي.

په ورته مهال دې لیدنه کې سیاسي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت له چین سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

سیاسي مرستیال د واخان لاره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې غوره تحول یاد کړی، چې په بشپړېدو سره به یې اقتصادي او سوداګریزه برخه لا پیاوړې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس