معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / پټ مذاکرات او پټې معاملې، د تېرو ناکامو تجربو تکرار!

پټ مذاکرات او پټې معاملې، د تېرو ناکامو تجربو تکرار!

پټ مذاکرات او پټې معاملې، د تېرو ناکامو تجربو تکرار!
کابل/ګهیځ
د تېرې اونۍ په پای او روانې اونۍ په پیل کې په داسې حال کې چې په کې هېواد د ننه د جګړو، ستونزو او نا خوالو ګڼ راپورونه هم د رسنیو د خبرونو سرټکي وو او په هېواد کې د نجونو پر منځنیو زده کړو بندیز هم د پخوا په شان د کورنیو او بهرنیو خبري سرچینو تر ټولو ګرمه موضوع ګڼل کېده، ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ یو لړ استخباراتي خبرې اترې روانې دي او آن د ځینو سیاسي شخصیتونو او رسنیو په قول پټ توافقات ترسره شوي دي.
که څه هم په کابل کې د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه ډول راپورونه ردوي، خو په ورته وخت کې کابل کې د یو مېشت سیاسي مشر او ځینو رسنیزو کړیو له خوا د تېرې اونۍ په پای کې داسې خبرې را څرګندې شوې او ځینې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د امریکا او طالبانو چارواکي به د یوه تړون او نوې موافقې په اړه خبرې اترې وکړي.
تر دې وړاندې په دوحه کې د افغانستان د استخباراتو د لوی رییس مولوي عبدالحق وثیق او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA له مرستیال ډېویډ کوهن سره کتلي وو او پر یو لړ موضوعاتو یې سره خبرې کړې وې، دا خبره په کابل کې چارواکو هم تأیید کړه او د دواړو لوریو خبرې او مذاکرات یې بریالي وګڼل. په هماغه وخت کې او تر هغې لږ وړاندې په کابل کې د القاعدې سازمان د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته په یو شمېر لویدیزو او نړیوالو رسنیو کې داسې راپورونه او اټکلونه هم خپاره شول چې ګواکې په نژدې راتلونکې کې به د افغان حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال “ملاعبدالغني برادر” به د امریکا د ملي امنیت له سلاکار “جک سولیوان” او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا CIA له مرستیال “ډېویډ کوهن” سره په دوحه کې وګوري او پر یو لړ موضوعاتو به خبرې وکړي.
همدارنګه ځینې نا تأیید شوي راپورونه دا هم وایي چې د اسلامي امارت مشران او امریکایي چارواکي په وروستیو پټو مذاکراتو کې د طالبانو تحریک او امریکا تر منځ د پخواني لاسلیک شوې تړون (دوحې تړون) په څېر د یوه بل تړون لاسلیک ته هم سره نژدې شوي دي.
لکه چې پورته ورته اشاره وشوه په کابل کې حکومتي ویاندویان دا ډول اټکلونه او راپورونه په کلکه ردوي او له امریکایي چارواکو سره په لوړه سویه د خبرو اترو ترسره کېدل نه مني، اما پدې ترڅ کې هغه څه چې ځینې لویدیزې رسنۍ او د پېښو شنونکي د هغه لوري ته اشاره کوي دا اندېښنې را پاروي چې یو ځل بیا د امریکا د جاسوسۍ خطرناکه او د زر ګونو بیګناه انسانانو وژونکې اداره د اوسنیو افغان چارواکو له مجبوریتونو او بندیزونو په استفادې، بیا خپل شوم او شیطاني جال دلته خور کړي او بالآخره افغان ولس بیا د تېر په څېر وزبېښي او استحصال ته یې د پخوا په څېر دوام ورکړي.
پرته له شکه افغانستان د تېر کال تر سیاسي او نظامي تحول او بدلون وروسته، په داسې حال کې چې له هر پلوه په کور د ننه او له کور نه بهر له چلنجونو او ګواښونو سره مخ دی او نوی نظام تر اوسه د هېڅ دوست یا ګاونډي هېواد له خوا په رسمیت ندی پېژندل شوی، څه په داخل او څه په بهر کې ستونزې او مشکلات ور دغاړي دي، دې ته جدي اړتیا لري تر څو د امریکا په ګډون د نړۍ له هر هېواد سره اړیکې او دوستي ولري او دا په اوسني پړاو کې نه یوازې د افغانستان چې د سیمې او نړۍ د هر هېواد اړتیا او ضرورت دی، خو هغه څه چې کله ناکله د خطر د یوه زنګ په بڼه د افغانانو ذهن او دماغ پرېشانه کوي، عام محضر ته د دې ډول لیدنو کتنو او مذاکراتو نه را څرګندیدل او تر مذاکراتو او خبرو اترو وروسته یې په اړه د اندېښنو ډک او پرېشانه کوونکي تفصیلات راوتل دي.
که څه هم پدې اړه، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند هغه بیان چې د نوموړي د ټویټر له لارې خپور شوی، د دوحې په وروستیو خبرو اترو کې له امریکایانو سره د هر ډول پټو توافقاتو خبره ردوي او پدې تړاو د ځیني سیاسي رهبرانو ادعاوې غلطې ګڼې، خو دې ته په کتو چې یوې خواته د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو تحریک تر منځ تر دې وړاندې په قطر کې د شوي توافق او تړون ډېر جزییات او تفصیلات لا تر اوسه هم له عام افغان ولس او آن له ډېرو سیاسي کړیو سره ندي شریک شوي او همداسې پټ پاتې دي، بل خوا دا ځل هم په قطر کې د افغان حکومت د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیال او سي، آی، اې د جهنمي ادارې د مرستیال تر منځ د ترسره شویو یا ترسره کېدونکو خبرو اترو ډېر تفصیلات او جزییات له رسنیو او ولس سره ندي شریک شوي، د هېواد والو ته دا اندېښنه پیدا کوي چې هسې نه د پخواني ایراني رهبر خمیني په خبره ستر شیطان(امریکا) بیا د خپلو شومو اهدافو او موخو لپاره، د خوار افغان ولس هیلې او امیدونه په اوبو لاهو کړي او یو ځل بیا دلته خپل شوم او کرغېړن اغراض پیاده کړي.
د پخوانیو متل دی چې وایي: ” مار چیچلی له پړي هم ویرېږي”، افغان ولس د لویدیز والو او په تېره بیا د امریکا، شومو موخو او اهدافو ته په کتو دا حق هم لري چې پدې تړاو اندېښنه ولري او تر هغه چې د هر ډول مذاکراتو او توافقاتو په اړه له ولس سره تفصیلات او جزییات نه وي شریک شوي، دا اندېښنې به همداسې پر ځای پاتې وي.
اوس د حکومت پر چارواکو ده چې د هېواد په تاریخ کې د هر ډول پټو معاهدو او توافقاتو شالید ته په کتو، د نړۍ د ستر طاغوتي او استعماري قوت سره د ترسره شویو مذاکراتو او هر ډول توافقاتو تفصیل له ولس سره شریک کړي تر څو یوې خواته پر حکومت د ولس اعتماد او باور زیات شي او بل خوا شیطانې امریکا؛ او نورو لویدیزو ډنډوره چیانو ته دا موقع په لاس ورنشي چې په ولس کې د بې اعتمادۍ او بې باورۍ فضا را منځ ته کړي.
و ما علینا الی البلاغ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس