معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / په پاکستان د اورګاډي چپه کېدو په پېښه کې ۳۰ کسه وژلي شوي

په پاکستان د اورګاډي چپه کېدو په پېښه کې ۳۰ کسه وژلي شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۶ مه نېټه):
په پاکستان کې مسؤولین وايي چې‌ د یوه اورګاډي د اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۴ تنه نور هم ټپیان دي.‌
درسنیزو راپورونو له مخې دغه پېښه د پاکستان د سند ایالت په “شنغر” سیمه کې رامینځته شوې ده او یاد اور ګاډی له کراچۍ نه “حویلیان ” سیمې ته روان و.‌
د راپورونو له مخې په سیمه کې اوس هم د ژغورنې عملیات روان دي او ویل کیږي چې کېدای شي د مړو او ټپیانو شمېر تر دې هم زیات شي.
د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې پېښه لدې امله رامنځ ته شوه چې د “هزاره اېکسپرېس “په نامه اورګاډی له خپلې ټاکلې لیکي ووت او چپه شو.‌
بل خوا د رسنیو له قوله د دغه هېواد د اورګاډو چارو وزیر “سعد رفیقي” هم پدې پېښه کې تر دې دمه د دېرشو کسانو مرګ منلی دی خو خلک بیا وایي چې د ریلګاډي د چپه کېدو له امله مړي او ټپیان پکې بند پاتې دي او شاید دا شمېره نوره هم لوړه شي.
له پېښې وروسته ګڼ شمېر ځايي خلک د مرستې لپاره ورټول شوي دي تر څو بند پاتې کسان را وباسي.‌
په پاکستان کې د ریل پټلۍ دا ډول پېښې کله نا کله د ناسمو لیکو یا په اورګاډو کې د تخنیکي ستونزو له امله رامنځ‌ ته کېږي چې ډېره مرګ ژوبله لري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس